IQNA

  د غزې تړانګې بوږنونکی بشري بحران دې پاي ته ورسول شي

13:52 - May 24, 2025
د خبر لمبر: 3491164
ایکنا – شیخ الازهر احمد الطیب،  له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې تړانګې د سخت بشري بحران د درولو لپاره دې سمدستي او عملي ګامونه پورته کړي.

 ایکنانیوزد عربی ۲۱ له قوله راپورراکړ، د مصر د  الازهر مفتي  شیخ احمد الطیب، د غبرګولي د میاشتې په لومړۍ نېټه، یوه اعلامیه خپره کړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د غزې تړانګې د  بوږنونکي بشري بحران د درولو لپاره دې سمدستي او عملي اقدام وکړي.

شیخ احمد الطیب د میلیونونو کلابند شویو عامو خلکو لپاره د بشري مرستو د رسېدو د مخنیوي سیاست سخت وغنده او ټینګار ئې وکړ چې د دې سیمې دوامداره کلابندي یو بوږنونکی حالت  رامینځته کړی چې په مستقیم ډول د غزې د اوسېدونکو ژوند ګواښي.

د الازهر شیخ وویل چې د اسرائیلو له خوا د غزې دوامداره محاصره د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او دا کلابندي ئې یو بشپړ جنایت وباله چې باید سمدستي ودرول شي.

همدارنګه، د الازهر اسلامي مرکز هم په یوې اعلامیې کې د ټولو لارو د بیا پرانېستلو پر اړتیا ټینګار وکړ څو د طبي او خوراکي مرستو لېږد اسانه شي او دغه راز ئې هیله څرګنده کړې چې د اروپايي اتحادئې او نورو هیوادونو له خوا پیل شوي ګامونه به د محاصرې د ختمولو او په غزې تړانګه کې د عامو خلکو  د ژوند ژغورلو لپاره یو پیل وي.

الازهر د اسرائیلو له خوا د ۲۵ اروپائي او عربي هیوادونو د ډیپلوماټیکو استازو پر یوې ډلې برید هم وغانده، کوم چې د لویدیځي غاړې    د نیواکي سیمې په جنین کمپ کې د وضعیت د ارزونې لپاره تللي وو.

الازهر د دغې ډیپلوماتیکې ډلې پر وړاندې د اسرائیلو برید د نه منلو وړ عمل او له نړیوالو قوانینو خطرناکه سرغړونه وبلله او و ې ویل چې دا ډول کړنې به په سیمې کې کړکېچ نور هم زیات کړي.

د غزې تړانګه له څو کلونو راهیسې د اسرائیلي  وحشي او تیریګر  رژیم له سختې  کلابندۍ سره مخ ده او په تېرو  کابو اولسو میاشتو کې د اسرائیلو له خوا پر دغې سیمې د جګړې او بشري مرستو د  واریدیدا د مخنیوي له امله بشري بحران په دغې تړانګه کې خورا زیات خراب شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4284154

captcha